دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۴۵
د مطلب کود : 189691
ایت الله اصف محسني د خاتم النبین علمیه حوزې کې خاورو ته وسپارل شو
اصف محسني چې په هېواد کې د دین له نفوذ لرونکو عالمانو څخه شمېرل کېده تېره ورځ د ناروغۍ له امله کابل کې ومړ.


د محسني خاورو ته د سپارولو مراسمو کې سیاسي مشرانو او بهرنیو ډيپلوماټانو هم ګډون کړی وو.
هغه ایت الله اصف محسني په کندهار کې زېږېدلی و او له لومړنیو زده کړو وروسته پاکستان ته ولاړ او د کوټې په ښار کې په زده کړو بوخت شو.
وروسته یې د فقهې، رجال او حدیث او اصولو زده کړو ته مخه کړه او په رسمي توګه یې د شیعه علماوو په منځ کې د ایت‎الله لقب ترلاسه کړ.
د «افغانستان اسلامي حرکت» بنسټ اېښودونکی ایت الله محسني د پخواني شوروي ځواکونو په وړاندې هم جنګېدلی دی.
هغه په ۱۳۳۳اکال کې د کندهار سوداګرۍ خونې کې کار پیل کړ، خو د نورو دیني علومو د زده‌کړې لپاره یې دنده پرېښوده. وروسته یې د یوه کال لپاره ایران کې ادبیات او منطق ولوست.
ښاغلي محسني خپل مذهبي زده‌کړې د عراق نجف کې پای ته ورسولې.
د ایت الله اصف محسني لمسی محمد جواد محسني وايي:«هغه ټولګه چې ایت الله محسني یې بنسټ اېښی او جوړه کړې، هېڅکله وراثتي نه وه او نه ده، د خاتم ‎النبین ټولګه وقف ده. او له دې وروسته د دغې ټولګې مشري به د امنا پلاوی وکړي، د امنا پلاوي د خاتم ‎النبین علمي حوزې لپاره خپلې لومړنۍ غوندې ترسره کړې.»
نوموړي د هېواد په تېرو اتلسو کلونو په سیاسي صحنه کې حضور نه درلود، دغه جهادي مشر ته د افغانستان د شیعه عالمانو له‌خوا په رسمي توګه د ایت الله درجه ورکړل شوه.
ولسمشرۍ ته نوماند شیدا محمد ابدالي په دې اړه وویل:«هغه به وویل چې موږ جهاد وکړ، خو جهاد مو ونه ساته، فکر کوم چې دا د ده لپاره ډېره عاقلانه پرېکړه وه چې یو وخت یې له سیاست سره مخه ښه وکړه او علم ته یې مخه وکړه.»
هغه د حرکت اسلامي ګوند چې د شیعه‌ګانو د سیاسي حرکتونو پیل بلل کېږي، موسس دی چې تر ډېره د شوروي پر ضد وجنګېد.
مرحوم محسني د شیعه‌ګانو سربېره د نورو مذهبونو په پیروانو کې هم پراخ پلویان درلودل.
افغانستان کې د ایران سفیر محمد رضا بهرامي په دې اړه څرګنده کړه:«تر ټولو ښه ځانګړنه یې چې زه کولای شم یاد یې کړم، د اسلامي مذهبونو په نږدېوالي او د اخوت او ورورولۍ رامنځته کولو کې د هغه ډاګیزه ونډه وه.»
ایت الله اصف محسني ۸۴ کالو په عمر ومړ او له خپلو درې مېرمنو شپږ زامن او څلور لوڼي لري.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjhhevvuqeomz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته