دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۹
د مطلب کود : 189713
د کابل ښار شپږمه امنیتي حوزه کې چاودنه شوې
نن چهارشنبه سهار ۹بحې د «زمري میاشتې پر۱۶مه» د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې د پولیسو د ماموریت مخته موټر بم چاودنه شوې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د پېښې په تائید سره ویلي، چې له چاودېدونکو موادو ډک موټر د یاد ماموریت د نظام قراول په دروازه کې چاودنه کړې ده.
ویل کېږي چې چاودنه ډېره زوروره وه چې له امله یې ګڼو دوکانونو، کورونو او دفترونو ته هم مالي زیانونه اړولي دي.
پر همدې مهال د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې د چاودنې له ځایه ۳۴ ټپیان د کابل امبولانس لخوا روغتونونو ته انتقال شوي دي.
افغان امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او د پېښې ځای ته تلوونکې لارې د ټرافیکو او هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلي دي.
 
https://avapress.com/vdcezo8zxjh8vfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته