دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۸
د مطلب کود : 189725
په مسکو کې د امریکا سفیر استعفا وکړه
په مسکو کې د امریکا سفیر جان هانټمسن جي ار له دندې استعفا کړې.

امریکايي رسنیو د هغو اوازو په اړه راپور ورکړی چې امکان لري نوموړی د یوتا په ایالت کې چې د نوموړي د زوکړې ځای دی یوې سیاسي څوکۍ ته ځان کاندید کړي.
څو امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې نوموړي ولسمشر ټرمپ ته د سې شنبې د ورځې په لیک کې خپله پرېکړه اعلان کړې چې غواړي امریکا ته بېرته ستون شي.
د نوموړي استعفا د اکټوبر د میاشتې له دریېمې نېټې نافذېږي.
امریکايي رسنیو مخکې راپور ورکړی وو چې د یوتا ایالت پخوانی والي ښاغلی هانټسمن غواړي بېرته دې څوکۍ ته ځان کاندید کړي.ولسمشر ټرمپ تېره اوونۍ په یو ټیلیفوني تماس کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د هنټسمن په استعفا خبرې کړې وې.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchiwnzm23n6qd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته