د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د پېښې په تائید سره ویلي، چې له چاودېدونکو موادو ډک موټر د یاد ماموریت د نظام قراول په دروازه کې چاودنه کړې ده.
چاودنه ډېره زوروره وه چې غږ د کابل ښار په لیري پرتو سیمو کې هم اورېدل شوی دی.
په ټولنیزو رسنیو کې لیدل کېږي چې د چاودنې له امله ګڼو دوکانونو، کورونو او دفترونو ته هم مالي زیانونه رسېدلي دي.
پر همدې مهال د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې د چاودنې له ځایه ۹۵ ټپیان د کابل امبولانس لخوا روغتونونو ته انتقال شوي دي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.