کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چاودیدونکو توکو ډک دوه ټانک او دوه انتحاری کوونکې په بغلان کې له منځه وړل شوی دی

16 اسد 1398 ساعت 12:19

د آوا په ګزارش سره، دا پیښه نن سهار ۵:۳۰ بجو په شاوخوا د بغلان ولایت کیله ګی کمپ تلاشی لومړۍ دریدنځای کې رامنځته شوی دی.



یو امنیتی سرچینه ویلی دی چی چاویدیدونکی توکو ډک تانک د دوو تنو سپرلیو سره د شاهین ۲۰۹ قول اردو دوهم لوا لومړۍ کنک ځواکونو له لوری شناسایی او وروسته تر هدف لاندی نیول شوی او په نتیجه کې چاودیدونکو توکو ټانک او دوه تنه انتحاری کوونکې له منځه وړل شوی دی.
د سرچینی په وینا، دوه تنه مهاجمان په دی پیښه کې وژل شوی او یو تن بل په سخته توګه د امنیتی ځواکونو له لوری نیول شوی دی.
د دفاع وزارت چارواکې وایی په هاموی ټانک کې، ۶۰۰ کیلو ګرام چاویدیدونکې توکی ځای پرځای شوی وو او تروریستان غوښتل چی امنیتی ځواکونو قطار ته ننوځی، خو هدف ته رسیدو مخکې د ملی اردو ځواکونو راکت ډزی سره له منځه وړل شوی دی.
همدارنګه په دی پیښه کې یو تن ملی اردو ځواکونو څخه هم سطحی ټپی شوی دی.
 


د مطلب کود: 189731

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/189731/چاودیدونکو-توکو-ډک-دوه-ټانک-او-انتحاری-کوونکې-په-بغلان-کې-له-منځه-وړل-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com