کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل شپږمې حوزی ته څېرمه ننۍ برید مسئولیت طالبانو په غاړه اخیستی

16 اسد 1398 ساعت 12:25

وسله وال طالبان وایي، نن سهار ۹ نیمې بجې د کابل ښار شپږمې حوزې ته څېرمه د جلب او جذب په مرکز موټر برید د دوی له لوري شوی دی.



د وسله والو طالبانو ویاند رسنیو ته په استولې خبر پاڼه کې ویلي،” نن ۹ نیمې بجې دکابل ښار شپږمې حوزې سره نیږدې د دښمن دجلب اوجذب په مرکز فدايي برید وشو”.
وسله والو په برید کې د ګڼ شمیرامنیتي سرتیرو د وژل کېدو اعاد کړې ده.
د کابل ښار شپږمې حوزې ته څېرمه نن سهار نهه بجې شاوخوا موټر بم برید شوی، په سیمه کې عیني شاهدانو رسنیو ته ویلی چې له چاودنې وروسته په سیمه کې خال خال ډزې هم اورېدلې شوې دي.
د کابل د ننني موټر بم برید له امله د اوښتو تلفاتو په اړه وروستي کره جزئیات لا نه دي په ډاګه شوي، خو عامي روغتیا وزارت  د راپور له مخې تر دې مهاله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹۶ کسان ټپیان شوي چې ۶۹ ټپیان استقلال او ۱۹ جمهوریت روغتون ته ور وړل شوي دي.
په دې برید کې د وژل شوو کسانو شمېر په رسمي توګه نه دي اعلان شوي خو د را پورونو له مخې په دې پیښه کې تر ۱۰ ډېر کسان وژل شوي دي.


د مطلب کود: 189732

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/189732/کابل-شپږمې-حوزی-ته-څېرمه-ننۍ-برید-مسئولیت-طالبانو-په-غاړه-اخیستی

آوا
  https://www.avapress.com