دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۲۵
د مطلب کود : 189754
غني: طالبان به د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري، د هیواد په هر ګوټ کې سخت وځپل شي
د ارگ له لورې په دې تړاو خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي،” طالبان د سولې مذاکراتو کې د امتیازاتو ترلاسه کولو په موخه پر ملکي وګړو او عام المنفعه تاسیساتو تروریستي بریدونه کوي”.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د کابل په شپږمه حوزه کې موټر بم برید تروریستي او وحشي عمل بولي وایی ” تروریستان باید پوه شي چې د دغه ډول فجایعو او بشري جنایتونو په تکرار سره د سولې په مذاکراتو کې امتیازات نشي ترلاسه کولای، بلکې د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري به د هیواد په هر ګوټ کې سخت وځپل شي”.
د ارگ له لورې په دې تړاو خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي،” طالبان د سولې مذاکراتو کې د امتیازاتو ترلاسه کولو په موخه پر ملکي وګړو او عام المنفعه تاسیساتو تروریستي بریدونه کوي”.
 ارگ دغه برید غندلی او د قربانیانو کورنیو ته یي د ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړي او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا دعا کړې ده.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjihevxuqeoaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته