دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۱۰
د مطلب کود : 189760
شهباز شریف: عمران خان له ټرمپ سره د افغانستان د سولې په بدل کې په کشمیر معامله کړې ده
د پاکستان په پارلمان کې د سیاسي مخالفې ډلې مشر شهباز شریف د پاکستان په لومړي وزیر عمران خان تورن پورې کړی چې، د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره په لیدنه کې یې په افغانستان کې د سولې تامینولو لپاره پر کشمیر معامله کړې ده.

دا په داسې حال کې دي چې، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازی زلمي خلیلزاد له هندې چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي او ورته مهال د ملابرادر ترمشرۍ لاندې د طالبانو ۱۲ کسیزه پلاوي اوزبکستان ته سفر کړی دی.
هند د تېرې دوشنبې په ورځ د کشمیر نیمه خپلواکه حیثیت ختم کړ او هلته یې زرګونه پوځیان ځای پر ځای کړي او بېړنی حالت یې اعلان کړ.
هند او پاکستان دواړه پر ټول کشمیر د خپل واک ادعا لري، خو هر یو یې د دې سیمې یوازې پر یوه برخه کنټرول لري.
د هند دغې کړنې په پاکستان کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي او دولت یې ویلي چې یاده مسله به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او نړیوالې محکمې ته وړاندې کړي.
د پاکستان په پارلمان کې د سیاسي مخالفې ډلې مشر شهباز شریف د پاکستان په لومړي وزیر عمران خان تورن پورې کړی چې، له ډونلډ ټرمپ سره یې په افغانستان کې د سولې تامینولو لپاره پر کشمیر معامله کړې ده.
شهبار شریف وویل: «دا څنګه معامله ده؟ څنګه انصاف او څنګه فکر دی چې په افغانستان کې د سولې ټینګیدو لپاره دې خوشحالي وشي، خو کشمیر کې دې وینې توی شي.دا امکان نه لري چې کشمیر دې په اور کې وسوځي، ښځې او ماشومان دې وژل کیږي او موږ دې ولسمشر ټرمپ ته وایو چې په افغانستان کې سوله ټینګوو. داسې نه کیږي او داسې به و نه شي.»
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د شهبار شریف تورونه په کلکه رد کړې دي.
عمران خان وویل: «ولسمشر ټرمپ سره یې د کشمیر په هکله خاصې خبرې نه دي کړي او یوازې په کشمیر کې یې د ستونزې د حل لپاره وړاندیز کړی چې اصلي موخه یې په سویلي آسیا کې اقتصادي وده او د کشمیرد ستونزې حل وو.»
پاکستان خبر داری ورکړی چې، د هند دا کړنه به د افغان سولې په اړه د امریکا او پاکستان په هڅو اغیزه وکړي او ټینګار یې وکړه چې یاد مسله به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او نړیوالې محکمې ته وړاندې کوي.
په ورته وخت کې زلمي خلیلزاد د افغان سولې وروستی جزییات د هند د بهرنیو چارو وزیر سره شریک کړي دي.
استازی زلمي خلیلزاد د روانې اګسټ میاشتې په پنځمه نېټه د امریکا او طالب استازو ترمنځ د اتم پړاو په دریمه ورځ په دوحه کې خبریالانو ته وویل چې اوس هند ته ځي او زیاته یې کړه چې، د دواړو لورو کاري ټیمونه به مذاکراتو ته دوام ورکړي.
په ورته وخت کې ملا برادر ترمشرۍ لاندې د طالبانو یو ۱۲ کسیزه پلاوي ازبکستان ته سفر کړی دی تر څو د دغه هېواد له چارواکو سره د افغان سولې په تړاو خبرې وکړي.
د راپورونو له مخې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې وروستۍ شوې دي او ویل کیږي چې په خبرو کې به افغانستان نه د امریکایي سرتیرو د وتلو، د افغانستان خاوره د امریکا او متحدینو پرضد نه کارولو او اوربند په اړه هوکړه وشي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg3y9qzak97u4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته