دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۱۵
د مطلب کود : 189761
ملي امنیت کابل کې د داعش ډلې د موټربمونو او ځان وژنې واسکټونو د جوړونې درې فابریکې له منځه وړې
د ملي امنیت عمومي ریاست وایي، تېره شپه یې د پولیسو د ځانګړو ځواکونو په مرسته، د یو لړ ځانګړو عملیاتو په پایله کې، کابل ښار کې د داعش ډلې د ځان وژنې واسکټونو او موټربمونو د جوړونې درې فابریکې او د دې ډلې له لوري د بریدونو د سازماندهۍ مرکزونه له منځه وړي دي.

امنیتي او دفاعي ځواکونو له مخکې نه د ترلاسه شوو اطلاعاتو پر بنسټ د سیمې  خلکو  د همکارۍ په پایله کې په ډېر احتیاط سره د کابل ښار په اتمې او پنځلسمې ناحیې او بګرامي ولسوالۍ کې د داعش ترهګرو د موټر بم او ځان وژنې د واسکټونو او د دغې ډلې له لوري د تروریستي بریدونو د سازماندهۍ پر مرکزونو بریالي عملیات کړي چې په پرمهال یې د دې ډلې ۲غړي وژل شوي او یو شمېر سپکې او درنې وسلې، د ځان وژنې واسکټونه او د موټر بم جوړونې وسایل د امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
خبر پاڼه زیاتوي چې د دې عملیاتو په لړ کې د امنیتي ځواکونو درې سرتیري هم وژل شوي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch-wnzz23n6qd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته