کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غنی: طالبان به د امنیتی ځواکونو له لوری د هیواد په هر ګوټ کې وځپل شی

16 اسد 1398 ساعت 17:29

د هیواد ولسمشر اشرف غنی وایی چی طالبان فجایعو او بشري جنایتونو په ترسره کولو سره سولې مذاکراتو کې امتیازاتو لاسته راوړلو په هڅه کې دی، او هغوی به د امنیتی ځواکونو له لوری د هیواد په هر ګوټ کې سخت وخپل شی.


 

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د کابل په شپږمه حوزه کې موټر بم برید تروریستي او وحشي عمل بولي وایی ” تروریستان باید پوه شي چې د دغه ډول فجایعو او بشري جنایتونو په تکرار سره د سولې په مذاکراتو کې امتیازات نشي ترلاسه کولای، بلکې د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري به د هیواد په هر ګوټ کې سخت وځپل شي”.

د ارگ له لورې په دې تړاو خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي،” طالبان د سولې مذاکراتو کې د امتیازاتو ترلاسه کولو په موخه پر ملکي وګړو او عام المنفعه تاسیساتو تروریستي بریدونه کوي”.

 ارگ دغه برید غندلی او د قربانیانو کورنیو ته یي د ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړي او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا دعا کړې ده.


د مطلب کود: 189764

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/189764/ولسمشر-غنی-طالبان-د-امنیتی-ځواکونو-له-لوری-هیواد-په-ګوټ-کې-وځپل-شی

آوا
  https://www.avapress.com