دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۲۹
د مطلب کود : 189764
ولسمشر غنی: طالبان به د امنیتی ځواکونو له لوری د هیواد په هر ګوټ کې وځپل شی
د هیواد ولسمشر اشرف غنی وایی چی طالبان فجایعو او بشري جنایتونو په ترسره کولو سره سولې مذاکراتو کې امتیازاتو لاسته راوړلو په هڅه کې دی، او هغوی به د امنیتی ځواکونو له لوری د هیواد په هر ګوټ کې سخت وخپل شی.
 

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د کابل په شپږمه حوزه کې موټر بم برید تروریستي او وحشي عمل بولي وایی ” تروریستان باید پوه شي چې د دغه ډول فجایعو او بشري جنایتونو په تکرار سره د سولې په مذاکراتو کې امتیازات نشي ترلاسه کولای، بلکې د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري به د هیواد په هر ګوټ کې سخت وځپل شي”.

د ارگ له لورې په دې تړاو خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي،” طالبان د سولې مذاکراتو کې د امتیازاتو ترلاسه کولو په موخه پر ملکي وګړو او عام المنفعه تاسیساتو تروریستي بریدونه کوي”.

 ارگ دغه برید غندلی او د قربانیانو کورنیو ته یي د ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړي او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا دعا کړې ده.

https://avapress.com/vdcaion6y49na01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته