کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هند او چابهار بنادرو ترمنځ کالاوو مستقیم ترانزیت اونیزه شوي

16 اسد 1398 ساعت 17:40

د ایران بلوچستان او سیستان دریانوردی او بنادرو عمومی مدیر وایی چی د لاینر کشتی چلوونې خطونو رامنځته کولو سره، د هند او چابهار بندرونو ترمنځ کالاوو مستقیم ترانزیت په اونیزه توګه شوی دی.


 

 

د آوا په ګزارش سره، بهروز آقایی ددی خبری په بیان سره د هند سره چابهار بندر همکاریو پراختیا په برخه کې وویل: د هند او چابهار بندرونو ترمنځ لاینر کشتی چلوونې خطونو رامنځته کولو سره، د تیر کال دلو میاشتی راهیسی ددی بندرونو ترمنځ کالاوو مستقیم ترانزیت په اونیزه توګه صورت نیسی.

هغه وویل: د ترسره شوی زمان بندی په اساس، د لاینر کشتی چلوونې خطونه، سږ کال اسد میاشتی ۴ نیټی څخه په اونیزه توګه صورت نیسی، په داسی توګه چی دوه کشتی په مستقیم توګه د هند بنادر څخه چابهار بندر کې څنګ نیسی او ۲۳ اسد هم دریم کشتی به چابهار شهید بهشتی بندر ته واردیږی.

آقایی په ادامه کي چابهار بندر کې کشتی چلوونې خطونو او کالاوو صاحبانو ته ۶۰ څخه تر ۹۰ سلنې تخفیفاتو ارائه ته په اشاره سره وویل: هند د کالا ترافیک حجم ډیریولو په لړ کې او کالا صاحبانو هڅولو لپاره، د ناواشیوا او کاندلا او چابهار بندر ترمنځ، ۴۰ سلنه تخفیف کالاوو باندی وارده لګښت کې په نظر کې نیولی دی.


د مطلب کود: 189765

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/189765/د-هند-او-چابهار-بنادرو-ترمنځ-کالاوو-مستقیم-ترانزیت-اونیزه-شوي

آوا
  https://www.avapress.com