دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۴۶
د مطلب کود : 189766
پکتیا ولایتی شورا: وسله والو طالبانو تلاشیو پرمهار یو شمېر کسان ځان سره بیولي او څو تنه یی وژلی دی
د پکتیا ولایتي شورا وایي د مرکز ګردېز او ډنډ پټان ولسوالۍ په لویه لاره وسله‌والو طالبانو د تلاشیو پر مهال یو شمېر کسان له ځان سره بیولي چې له جملې یې اووه تنه وژل شوي دي.

د پکتیا ولایتي شورا غړي تاج محمد منګل په دی اړه رسنیو ته وویل چې وسله‌والو یاد کسان د کړکین په سیمه کې له موټرو ښکته کړي او وروسته‌یې وژلي دي.
یوې بلې سرچینې چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې واخیستل شي، رسنیو ته وویل چې وژل شوي ټول کسان د ملي اردو سرتېري دي چې کورونو ته په رخصتۍ روان و.
خو په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو عمومي قوماندان او مطبوعاتي ټیم تر اوسه د دې پېښې او د وژل شویو کسانو د هویت په اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.
بل‌خوا وسله‌والو طالبانو هم تر اوسه رسمي نه‌ده تأیید کړې چې یاد کسان دې دوی له موټرو ښکته کړي او وژلي وي.
https://avapress.com/vdcceoqse2bq4m8.5ja2.html
ټګونه
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته