دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۹
د مطلب کود : 189786
د کورنیو چارو وزارت: طالبانو بریدونه نه شی کولای چی راتلونکې ولسمشریز ټاکنو مخه ونیسی
په کابل کې د چهارشنبې د ورځې تر خونړي برید وروسته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یو ځل بیا ډاډ ورکړ چې دا ډول بریدونه نشي کولی چې د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو مخه ونیسي.
 

 

د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د چمتووالي په ترڅ کې خونړۍ امنیتي پېښې هغه څه دي چې خلک یې د دې ډموکراتیکې پروسې په اړه اندېښمن کړي دي.

یوه له دغو پېښو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې ترسره شوه چې نږدې ۱۶۰ کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله چې ډېری یې ملکي وګړي دي.

پوښتنه دا ده چې آیا دا ډول پېښې به واقعاً د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو په ترسره کېدو اغېز وکړي؟

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي رسنیو سره په خبرو کې ډاډ ورکړ چې تر خپله وسه د دې پروسې د امنیت ټینګولو لپاره کار کوي او پروګرامونه ورته لري.

ده وویل: د افغانستان د خلکو دښمنان داسې بریدونه ترسره کولی شي، خو د لویې تاریخي او ډموکراتیکي پروسې مخه نه شي نیولی، موږ تاسو، د افغانستان خلکو، کاندیدانو او د انتخاباتو کمېسیون ته ډاډ ورکوو چې امنیتي سرتېري به له ټولو امکاناتو په استفادې د دې پروسې امنیت ونیسي.

 

په کابل کې د چهارشنبې د ورځې تر برید وروسته ارګ او سپیدار ماڼۍ دواړو د اعلامیو په خپرولو سره دا برید په کلکه وغانده.

 

د ارګ په اعلامیې کې دا حمله د سولې د روانو خبرو پر مهال د طالبانو له خوا د امتیاز اخيستلو یوه هڅه بلل شوې، خو د اجرائیه ریاست اعلامیه وایي، دا هڅه د انتخاباتو د پروسې د ګډوډۍ لپاره شوې ده.

 

د افغانستان ولسمشر د چهارشنبې په ماښام د انتخاباتو د پروسې او د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د مراسمو د امنیتي تدابیرو په اړه په یوې امنیتي غونډه کې په ارګ کې له اړوندو مسؤلینو سره وکتل.

 

ارګ په یوې اعلامیې کې لیکلي چې ولسمشر محمد اشرف غني له امنیتي مسؤلینو وغوښتل چې د پلازمېنې کابل امنیت ډېر مهم دی او باید د خلکو اندېښنې رفعه شي.

  

https://avapress.com/vdcevo8zpjh8vfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته