کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان ولسمشر د فرهنګي عالي شورا د جوړېدو فرمان ورکړ

17 اسد 1398 ساعت 10:16


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د فرهنګي عالي شورا د جوړېدو فرمان ورکړ.
له ارګه په یوې اعلامیې کې د دې شورا د جوړېدو هدف د کلتوري حوزو د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول ښودل شوي دي.
دغه شورا به د تاریخي میراثونو، د لیکوالانو او هنرمندانو د ملاتړ، د چاپ صنعت، ګرځندوی، د فرهنګي ظرفیتونو او پانګو او داسې نورو کلتوري برخو د ملاتړ او ودې په اړه به په میاشت کې یوځل غونډې جوړوي.
اعلامیه زیاتوي چې د دې عالي شورا مشري به ولسمشر اشرف غني کوي.


د مطلب کود: 189790

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/189790/افغان-ولسمشر-د-فرهنګي-عالي-شورا-جوړېدو-فرمان-ورکړ

آوا
  https://www.avapress.com