دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۶
د مطلب کود : 189790
افغان ولسمشر د فرهنګي عالي شورا د جوړېدو فرمان ورکړ
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د فرهنګي عالي شورا د جوړېدو فرمان ورکړ.
له ارګه په یوې اعلامیې کې د دې شورا د جوړېدو هدف د کلتوري حوزو د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول ښودل شوي دي.
دغه شورا به د تاریخي میراثونو، د لیکوالانو او هنرمندانو د ملاتړ، د چاپ صنعت، ګرځندوی، د فرهنګي ظرفیتونو او پانګو او داسې نورو کلتوري برخو د ملاتړ او ودې په اړه به په میاشت کې یوځل غونډې جوړوي.
اعلامیه زیاتوي چې د دې عالي شورا مشري به ولسمشر اشرف غني کوي.
https://avapress.com/vdcjhhevyuqeoaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته