کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان د هند سفیر د ایستلو او خپل پوځ ته د تیار سئ امر کړی دی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 17 اسد 1398 ساعت 11:01

پاکستان حکومت په اسلام اباد کې د هند د سفیر د ایستلو او له هند سره د هر ډول تجارتي اړیکو د ختمولو پریکړه کړې ده.



پاکستان دغه کار د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د نیمه خپلواکي د ختمولو او په یاده سیمه کې د زرګونو هندي پوځیانو د ځای پر ځای کولو په غبرګون کې کړې ده.
د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یوه ځایي تلویزیون سره خبرو کې دا هم تائید کړه چې پاکستان به په نوي ډیلي کې خپل سفیر بېرته هېواد ته ور غواړي.
د پاکستان حکومت له لوري په دې تړاو اعلامیه کې ویل شوي، ‘لومړي وزیر عمران خان په کشمیر کې د هند نژاد پاله چلند او له بشري حقونو سرغړونو د افشا کولو لپاره د ټولو دیپلوماتکیو لارو چارو د کارولو لارښوونه کړې. ‘
په اعلامیه کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پوځ ته امر کړی چې د تیار سئ په حال و اوسي.
د هند د دې تازه اقدام پرضد د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې د عادي ژوند چارې په ټپه دریدلې، او  د حکومتي پرېکړې پر ضد لاریونونه پیل شوي دي.
 


د مطلب کود: 189792

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/189792/پاکستان-د-هند-سفیر-ایستلو-او-خپل-پوځ-ته-تیار-سئ-امر-کړی-دی

آوا
  https://www.avapress.com