کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار کې د بهرنيانو پر ټانګ ماین چاودنه شوی

17 اسد 1398 ساعت 16:57

د کندهار ولايت په ډنډ ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر زغره وال ټانګ د ماین چاودنه شوې ده.



د کندهار خبري سرچينې وايي، دغه چاودنه پرون له غرمې وروسته د یادې ولسوالۍ مربوط د خونسيزو په سيمه کې په ځمکه کې د خښ کړای شوي ماین په توسط ترسره شوې چې د بهرنيانو یو ټانګ يې هدف ګرځيدلی دی.
طالبانو د چاودنې مسؤوليت په غاړه اخيستی شمشاد  ته يې په راليږلې خبرپاڼه کې ويلي، په یاده چاودنه کې د بهرنيانو ټانګ په بشپړه توګه ویجاړ او پکې سپاره ټول بهرني عسکر وژل شوي دي.
د پيښې ځای ته نږدې خلک وايي، له چاودنې وروسته بهرنيو ځواکونو لاره وتړله او خلکو ته يې د تګ راتګ اجازه نه ورکوله.
د کندهار په هوايي ډګر کې رومانيايي عسکر ميشت دي چې د دغه هوايي ډګر د ساتنې مسؤوليت پر غاړه لري او وخت ناوخت شاوخوا سيمو کې ګزمې کوي چې کله ناکله د طالبانو له بريدونو او ماین چاودنو سره مخ کيږي.
تر اوسه په افغانستان کې ميشت بهرنيو ځواکونو په یاده پيښه کې د تلفاتو په اړه څه نه ویلی ۔


د مطلب کود: 189819

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/189819/کندهار-کې-د-بهرنيانو-پر-ټانګ-ماین-چاودنه-شوی

آوا
  https://www.avapress.com