کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غنی په پکتیا کې: لومړۍ ټاکنې او بیا به سولې په اړه تصمیم ونیول شی

17 اسد 1398 ساعت 17:25

د وسله والو طالبانو د مشر له اختریز پيغام وروسته چې په سوله په کې ټینګار شوی، افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې اول باید ټاکنې وشي او وروسته دې د سولې په اړه تصمیم ونیول شي.



په افغانستان کې د انتخاباتي سیالیو په تېزېدو سره د سولې خبرې هم ګرمې شوي دي.
د ولسمشریزو انتخاباتو نوماند او اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني په پکتیا ولایت کې د خپل انتخاباتي کمپاین د یوې غونډې په ترڅ کې د بېلابېلو ډلو د غوښتنو او نیوکو ته ځواب وايي.
همداشان د ښاغلي غني د خبرو اصلي ټکي سوله او جګړه دي.
محمد اشرف غني که څه هم د طالبانو د مشر اختریز پیغام ته اشاره ونه کړه، خو ویې ویل چې نه غواړي افغانستان پر طالبستان بدل شي.
د هغې اشاره په افغانستان کې د طالبانو راتلونکي رول ته ده.
په داسې حال کې چې د طالبانو او امریکايي پلاوي ترمنځ د سولې مذاکرات برخلیک ټاکونکي پړاو ته داخلېږي، ښاغلی غني وايي چې د حکومت لومړیتوب اوس مهال انتخابات دي.


د مطلب کود: 189822

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/189822/ولسمشر-غنی-په-پکتیا-کې-لومړۍ-ټاکنې-او-بیا-سولې-اړه-تصمیم-ونیول-شی

آوا
  https://www.avapress.com