کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل کې د پاکستان سفیر؛

کشمیر کې شخړي افغانستان سولې پروسی باندی به هیڅ کوم اغیزه ونه لری

18 اسد 1398 ساعت 10:37

کابل کې د پاکستان سفیر وایی چی کشمیر کې به شخړي د افغانستان سولې پروسی باندی به هیڅ اغیزه ونه لری.



د آوا په ګزارش سره: په داسی حال کې چی د هیواد ځینی سیاسی څېری لکه حامد کرزی، پخوانۍ ولسمشر او سیاسی کارپوهان د هند او پاکستان ترمنځ شخړو څخه افغانستان سولې پروسی باندی ددی شخړو منفی اغیزی څخه اندیښنه ښودلی دی، زاهد نصرالله خان، پاکستان سفیر په افغانستان کې تیره ورځ(پنج شنبه، ۱۷ اسد) په یو خبری ناسته کې په کابل کې، په دی اړه اندیښنی بی ځایه بللی دی.
د طلوع نیوز په ګزارش، نصرالله خان په دی اړه ویلی دی: د کشمیر موضوع په هیڅ توګه افغانستان تاوتریخوالو باندی اړه نه لری او دا هغه موضوع ده چی متاسفانه د جامو او کشمیر خلګو په وړاندی بشری حقوق ضد تګلارو او قربانیو سربیره همداسی ناحل شوی پاته دی.
دا په داسی حال کې دی چی د ریپورتونو په اساس شاه محمود قریشی، د پاکستان خارجه چارو وزیر د زلمی خلیلزاد، امریکا خاص نماینده د افغانستان سولې لپاره، سره په لیدنه کې د سولې مذاکراتو په اړه خبرو اترو سربیره، د کشمیر مسئله هم د خلیلزاد سره په اسلام آباد کې مطرح کړی دی او ویلی دی چی شخړی په کشمیر کې به افغانستان سولې پروسی باندی منفی اغیزه ولری.
 


د مطلب کود: 189830

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/189830/کشمیر-کې-شخړي-افغانستان-سولې-پروسی-باندی-هیڅ-کوم-اغیزه-ونه-لری

آوا
  https://www.avapress.com