دخپریدو نیټه :جمعه ۱۸ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۲
د مطلب کود : 189831
حنیف اتمر ټاکنیز ټیم خپل ټاکنیز کمپاینونه ځنډولۍ
د ولسمشرۍ ټاکنو خپلواک نوماند او د ملي امنیت شورا پخواني سلا کار محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم د ولسمشریزو ټاکنو لپاره خپل کمپاین ځنډولی دی.
 

 

د سولې او اعتدال ټیم مشر محمد حنیف اتمر په خپله رسمي فیسبک پاڼه کې نن پنجشنبه د اسد په ۱۷مه د ټاکنو په تراړ خپره کړې اعلامیه کې ویلي،: زمونږ په عقیده اوسمهال د افغانستان د خلکو یوزاینی ارمان سرتاسري سوله ده. د سولې پروسه یو حساس پړاو ته رسیدلې او تر بل هروخت سولې ته د رسیدو لار لنډه شوې زمونږ خلکو هم له خپلو مشرانو غوښتې چې له دې تیار شوي فرصت څخه پوره ګټه واخلي او د سولې د ټیګښت لپاره هڅې وکړي”.

د خبر پاڼه زیاتوي،:” لکه څنګه چې زمونږ هېودا ولو ته څرګنده ده، د حاکم ټیم له لوري د انتخاباتي کمپاینونو د پیلیدو په دې یوه اونۍ کې دا ملي بهیر زیایمن شوي او د خلکو باور د رڼو ټاکنود ترسره کېدو په تړاو په بشپړه توګه له منځه تللی دی. له بل پلوه امنیت د سمو او ټولشموله ټاکنو د ترسره کېدو لپاره یو مهم عنصر ګڼل کیږي، له بده مرغه امنیت هم ورځې تر بلې خرابیږي”.

 نو په دې توګه، د پورته یاد شوو مواردو پر بنسټ د سولې او اعتدال ټیم له خپلمنځي  سلا، مشورو وروسته د خپلو ټولو قانوني حقونو په خوندیتوب سره تصمیم نیولی چې اوس مهال خپل ټاکنیز کمپاین و ځنډوي.

https://avapress.com/vdcfm1dyyw6dcca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته