دخپریدو نیټه :جمعه ۱۸ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۰۳
د مطلب کود : 189841
غزني پر یو ولسوالۍ باندی طالبانو تېرې شپې بریدونه د ۱۰ وسله والو په وژل کېدو دفع شوی دی
د غزني د ده یک ولسوالۍ پر امنیتي پوستو د طالبانو د تېرې شپې بریدونه د ۱۰ وسله والو په وژل کېدو، دفع شوي او د وسله والو طالبان یو مړی او یو میل راکټ د جګړې په ډګر کې پاتي دي.

 

د غزني ځایي چارواکي وایي، بیګاه شپه د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ پر امنیتي پوستونو د طالبانو له لوري ډلییز بریدونه له کلک غبرګون سره مخ شوي او د ۱۰ وسله وال ترهګرو په وژل کېدو سره په شاه تمبول شوي دي.

د غزني ولایت امنیه قوماندان سمونمل محمد خالد وردګ نن جمعه د اسد میاشتې په ۱۹مه یوې خبرې ناستې ته ویلي چې دغه  جګړه د شپي (11:00) بجي پيل او د سهار تر څلورو (4:00) بجو يې دوام درلود.

نوموړی زیاتوي چې د دې جګړې په پایله کې لس (10)  وسله وال طالبان وژل شوي،  (7) تنه طالبان او دوه (2) تنه امنيتي سرتيري ټپيان شوي دي.

د هغه په وينا د طالبانو اړوند له چاوديدونکو موادو ډک موټرچې د ولسوالۍ پر مرکز يې د بريد پلان درلود هم موخي ته تر رسيدو مخکي له منځه وړل شوى او د طالبانو يو مړي او يو ميل راکټ هم د جګړي په ډګر کې پاتي دي.

ښاغلی وردګ زیاتوي چې بيګاه شپه د ګيلان ولسوالۍ اړونده سیمو کې د ځانګړو افغان ځواکونو عملياتو پرمهال (6) تنه وسله وال طالبان ژوندي نيول شوي دي.

https://avapress.com/vdcgty9qqak9774.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته