دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۲۹
د مطلب کود : 189902
افغان حکومت د طالب او امریکا د سولې هوکړه لیک جزئیات تر لاسه کړي
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند وایي، افغان حکومت د طالبانو او امریکایانو تر منځ د سولې هوکړه لیک جزییات تر لاسه کړي دي.

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لیک چمتو شوی او جزئیات یې مخکې له دې، چې زلمی خلیلزاد دوحې ته ولاړ شي؛ له ولسمشر غني سره شریک کړي دي، خو ارګ د دې هوکړه لیک جزئیات نه ډاګیزه کوي او وایي، چې په دې اړه ډېر ملاحظات لري او له امریکا سره یې شریک کړي دي.
د ولسمشرویاند صدیق صدیقي ټینګار کوي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د هوکړه لیک له بشپړیدو وروسته به له طالبانو سره د افغان حکومت خبرې پیل شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ افغان حکومت اوس تد دوحې د خبرو پایلو ته په تمه دی، چې څه پایله ترې تر لاسه کیږي
ښاغلی صدیقي وایي، چې حکومت له طالبانو سره رسمي خبرو ته چمتووالی نیولی؛ مرکچي پلاوی یې جوړ کړی او ځینې نور کارونه یې هم تر سره کړي؛ خو د افغانانو د خپلمنځي خبرو اترو ځای او وخت نه دی ټاکل شوی.
ویل کیږي، چې پر دوه ټکو اختلاف پاتې دی؛ یو په هوکړه لیک کې د اسلامي امارت نوم او بل له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د ویستلو د نېټې ټاکل دي. اوس ویل کیږي، چې دا اختلافونه پای ته رسیدلي او د سولې هوکړه لیک د لاسلیک لپاره ټولې دروازې پرانیستل شوي دي، چې په څو ورځو کې به لاسلیک شي.
پخوانی طالب سید اکبر آغا وایي، چې له اختر وروسته به د امریکایانو او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شي؛ خو د هوکړې لاسلیک به هم د یو شمېر هېوادونو په شتون کې تر سره کیږي.       
دغه راز د طالبانو د قطر د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر، چې د یوه پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته تللی، د ازبکستان چارواکو یې رسمي هرکلی کړی. بهرنیو چارو وزارت دې اقدام ته توند غبرګون ښودلی او وایي؛ د طالبانو له استازیو سره د ازبکستان رسمي هرکلی او د خبرو اترو څرنګوالی دا ښیي، چې تاشکند د سولې رسمي خبرو اترو د کوربتوب لپاره مناسب ندی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdce7o8zwjh8voi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته