دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۱
د مطلب کود : 189923
غني: د سولې مذاکرات بېله قید او شرطه او سوله په قید او شرطه سره
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د سولې مذاکرات بېله قید او شرطه دي او سوله په قید او شرط ده.

نوموړي نن یکشنبه د «زمري میاشتې پر۲۰مه» په ارګ کې د لوی اختر په مناسبت وینا کې وویل، چې سوله د افغانستان په راتلونکې پورې اړه لري، چې واک یې یوازې له خلکو سره دی.
هغه وویل،سوله راتلونکې ده، خو ټینګار یې وکړ داسې سوله چې د افغانستان مطلق اکثریت یې غواړوي.
محمد اشرف غني وویل:"سوله راتلونکې ده، خو داسې سوله چې مطلق اکثریت افغانان یې غواړوي او پر خپل خوښه یې غواړي او خپله مذاکرات وغواړي، چې د افغانستان اسلامي جمهوري نظام چې په ټوله نړۍ کې منل شوی دولت دی."
نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې افغانان د عزت سوله غواړي، خو زیاته یې کړه چې افغانان هغه سوله نه غواړي چې خلک بې وطنه شي.
ولسمشر محمد اشرف غني همدارنګه وویل، چې سوله کې باید ملي یووالي تامین شي.
هغه زیاته کړه:"سوله به ملي وي، نه سمتي، نه حزبي او نه قومي وي، سوله د افغانستان د ټولو نسلونو وي."
نوموړي ټینګار وکړ، چې د افغانستان په ملي مسایلو په اړه ګاونډیان او یا کوم بل څوک فیصله نشي کولای بلکې یوازې افغانان د خپل راتلونکې په اړه فیصله کولای شي.
ولسمشر محمد اشرف غني پر داسې مهال دا څرګندونې کوي، په قطر کې د امریکايي او طالب استازو اتم پړاو خبرو کې پرمختګ رامنځته شوی دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchiwnzx23n6wd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته