دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۰
د مطلب کود : 189927
اشرف غني: اوسنی حکومت د سولې په اړه وروستۍ پرېکړه نه شي کولی
افغان ولسمشر د لوی اختر له لمانځه وروسته په ارګ کې خپل اختریز پیغام کې ولس ته وویل، د ده د حکومت په ورستي پړاو کې سختې پرېکړې امکان نه لري او د سولې لپاره پکار ده چې خلک راتلونکي ولسمشر ته واک ورکړي تر څو د صلاحیت په اساس لويې پرېکړې وکړي.

افغان ولسمشر وویل مذاکرات بې قید او شرطه دي خو سوله په قید او شرط سره ده. ښاغلي ولسمشر دغه خبره دوه ځله تکرار کړه.
ولسمشر غني وویل سوله کې باید برابري وي " دا مه هېروې چې سوله به حزبي سمتي او قومي نه بلکې د هر افغان لپاره وي".
هغه همدا راز په خپلو خبرو کې وویل، هغه وخت تللی چې افغان نجوني به په کېبل وهل کېدلې او افغان ماشومان به ښوونځیو ته نه تلل
ول
سمشر وویل سوله راتلونکي ده داسې سوله چې د هر افغان عزت په کې خوندي وي او داسې سوله چې خلک بې کوره نه شي او بيا د هېواد پرېښودو ته اړ نه شي.
ولسمشر غني په دغه اختریزه وینا کې په ولسمشریزو ټاکنو ډېر ټینګار وکړ ویل یې دوی ورته بشپړ چمتوالی نیولی او ټینګار یې وکړ چې ملت یو قوي دولت غواړي او دا بې له ټاکنو ناشوني دي.
ده وویل د افغانستان د سولې په تړاو ځيني ګنګوسي اورېدل کېږي چې بهرنیان دا او هغه غواړي خو ده وویل چې په ملي مسایلو باندې یوازې افغانان په خپله پرېکړه کوي.

د اختر لومړی ورځ او امنیت


د ښار په بیلا بیلو عام ځایونو، جوماتونو سړکونو او څلور لارو کې امنیتي سرتیري ولاړ دي، خلک له امنیتي سرتېرو سره روغبړ کوي او د هغوې امنیتي هڅې ستایي.
افغان حکومت د اختر په شپو ورځو کې د امنیت خوندیتوب لپاره زرګونه سرتېري ګومارلي دي او وسله والو طالبانو هم له خپلو ملګرو غوښتي چې په اختر کې د خلکو امنیت خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.

د طالبان پیغام:


د افغان وسله والو طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د لوی اختر په مناسبت خپل پیغام کې د افغانستان کړکېچ پر سوله ییز حل ټینګار کړی و.
د طالبانو د مشر دغه پیغام د نوموړي د کوچني اختر له پیغام سره ځکه توپیر لري چې په هغه پیغام کې پر جګړیزه مبارزه ټینګار شوی و، خو په تازه پیغام کې یې تر ډېره خبرې پر سوله ییز حل راڅرخي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb59b8zrhbw9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته