دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۳
د مطلب کود : 189930
عبدالله عبدالله په خلکو غږ وکړ چې په انتخاباتو کې پراخ او متحد ګډون وکړي
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په خلکو غږ وکړ چې په انتخاباتو کې پراخ او متحد ګډون وکړي او د درغلیو مخه ونیسي.

که څه هم د جمهوري ریاست انتخاباتو ته کمپاینونه یو څه پڅ روان دي، خو اجرائیه رئیس په ټول ولس غږ کوي چې په انتخاباتو کې پراخ ګډون وکړي.
عبدالله عبدالله چې په سپيدار ماڼۍ کې د لوی اختر له لمانځه وروسته څرګندونې کولې، یو ځل بیا ټينګار وکړ چې په انتخاباتو کې درغلۍ ورته د زغم وړ نه دي.
ده وویل: پیاوړي او متحد ظاهر شئ، یو بل ته په توپیر قایل نه شئ، یو موټی او یو لاس په انتخاباتو کې ګډون وکړئ، ان شاالله تاسې به بریالي کېږئ، هغه څوک چې یو ځل بیا د درغلۍ خوب ویني، خوب به یې باطل ثابت شي، د افغانانو اراده بریالۍ کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د جمهوري ریاست د ۲۰۱۴ کال انتخابات د پراخې درغلۍ او ناسم مدیریت له امله کرکېچ ته ولاړل چې بیا وروسته د امریکا د وخت د بهرنیو چارو د وزیر په منځګړیتوب د ملي وحدت حکومت رامنځته شو.
خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون څو ورځې وړاندې ازادي راډیو ته ویلي وو چې له تېرو تجربو یې زده کړه کړې او دا ځل به په انتخاباتو کې هېڅ ډول درغلۍ ونه شي.
بل خوا افغان ولسمشر وايي چې ملت انتخاباتو ته تیار دی، ټول چمتووالی ورته نیول شوی او ملت اراده لري چې د انتخاباتو له لارې یو ارام دولت ولري.

محمد اشرف غني د لوی اختر له لمانځه وروسته ملت ته په خپل اختریز پیغام کې وویل چې د خپل راتلونکي برخلیک د ټاکلو لپاره هېڅ څوک د افغانانو مخه نه شي نیولی.

دی وایي: په نړۍ کې هېڅ قوت زموږ مخه نشي نیولی، نو په دې باندې پوه شئ چې زموږ راتلونکی دباندې (له هېواده بهر) نه ټاکل کېږي، بلکې د ا فغانستان راتلونکی به په افغانستان کې دننه تعینېږي، په هر ګوټ کې د هر افغان په لاس.
ښاغلي غني زیاته کړه چې دا د ولس خوښه ده چې څوک انتخابوي، خو راتلونکي ولسمشر ته دې باید واک ورکړل شي، څو سخت تصمیمونه په قوت او عزت سره ترسره کړي.
دا څرګندونې داسې مهال دي چې په دې وروستیو کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو سره د سولې په مذاکراتو کې د پرمختګ خبر ورکړی.
په ورته وخت کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون یو شمېر افغان سیاستوالو غوښتنه کړې چې د انتخاباتو پروسه دې ودرول شي او په سولې دې تمرکز وشي.
له انتخاباتي مهالوېش سره سم د جمهوري ریاست انتخابات د میزان په شپږمه کېږي چې شااوخوا پنځلس ورځې کېږي چې انتخاباتي کمپاینونه ورته پيل شوي، خو د پخوا په شان له شور او ولولو ډک نه دي.
 
https://avapress.com/vdcfm1dyxw6dc1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته