کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اشرف غنی په امر د ۳۵ تنو طالب بندیانو آزادیدنه

21 اسد 1398 ساعت 12:57

د ولسمشر غنی فرمان په اساس، ۳۵ تنه طالب بندیان د ملی امنیت ریاست څخه د اختر په مناسبت آزاد شو.



د آوا په ګزارش سره، د ولسمشر غنی په فرمان کې راغلی دی چی د لوی اختر رارسیدو، مخالفینو په وړاندی حسن نیت او سولې خبرو اترو پرمختګ په نسبت ۳۵ تنه طالب بندیان آزاد شی.
په فرمان کې همدارنګه راغلی دی چی افغانستان حکومت د پایدار سولې او اوربند لپاره، هر وخت مذاکره او خبرو اترو لاره خلاصه پریښی دی، ترڅو ټول لوری جګړی ته پای ټکۍ کښیږدی او خبرو اترو او نرمتیا غوره کړی.
ملی امنیت عمومی ریاست د ټولو آزاد شویو طالبانو څخه غوښتی دی ترڅو ددی وروسته د هیواد سولی او ثبات دشمنانو چم او فریب ونه خوری او هغوی سره همکاری ونه کړی.
ولسمشر په داسی حال کې د طالب بندیانو آزادیدو دستور صادر کړی چی ددی ډلې مسلحانه او انتحاری بریدونه همدی اخیرو ورځو کې کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د غیری نظامیانو څخه قربانی واخیست.
 


د مطلب کود: 189941

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/189941/د-اشرف-غنی-په-امر-۳۵-تنو-طالب-بندیانو-آزادیدنه

آوا
  https://www.avapress.com