د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو د مذاکراتي ټېمونو ترمنځ اتم پړاو مذاکرات تېره شپه بشپړه شول.
د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو اتم پړاو مذاکرات ختم شول
صدای امریکا , 22 اسد 1398 ساعت 8:54
د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو د مذاکراتي ټېمونو ترمنځ اتم پړاو مذاکرات تېره شپه بشپړه شول.
دغه اتم پړاو مذاکرات چې روانه میاشت پیل شوي وه د دواړو لورو ټېمونو د موافقې په تخنیکي اړخ، میکانیزم او عملي ګامونو باندې کار کاوه.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن دوشنبه د «زمري میاشتې پر۲۱مه» پر خپل ټوېټر یاد مذاکرات ګټور بللي.
هغه همدارنګه ویلي:"موافقه مو وکړه چې د راتلونکو ګامونو په اړه هر لوری له خپل مشرتابه سره مشورې وکړو."
پر همدې مهال د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد افغانانو ته پخپل اختریز پیغام کې هیله ښودلې، چې دا لوی اختر د افغانانو لپاره د جګړې وروستی اختر وي.
نوموړي ویلي، افغانان سوله غواړي او زیاتوي، چې متحده ایالات به دې هدف ته د رسېدو لپاره دوی ترڅنګ ولاړوي.
ښاغلي خلیلزاد ویلي:"موږ پوهېږو افغانان سوله غواړي، موږ به د دوی ترڅنګ ولاړیو، او موږ به د یو خپلواک افغانستان لپاره، چې هېڅ یو هېواد ته ورڅخه ګواښ پېښ نشي، د یو تلپاتې سولې د توافق لپاره هڅې وکړو."
د مطلب کود: 189947