دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۲
د مطلب کود : 189948
افغان حکومت د اختر په مناسبت ۳۵طالب زندانیان خوشي کړل
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان په اساس، د لوی اختر په مناسبت ۳۵ طالب زندانیان د افغانستان د ملي امنیت له زندانونو څخه ازاد شول.
د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست په یوې اعلامیې کې ویلي،چې یاد طالب زندانیان د طالبانو په وړاندې د «حسن نیت» او د سولې خبرو کې د پرمختګ د اقدام په توګه د لوی اختر په لومړۍ ورځ د «زمري میاشتې پر ۲۰مه» ازاد شول.
په دې اړه د ملي امنیت ریاست په اعلامیه کې راغلي:"د افغانستان حکومت د سولې او تلپاتې اوربند په خاطر، تل د خبرو او مذاکراتو لار خلاصه پریښې ده،تر څو د جګړې ټول اړخونه جګړې ته د پای ټکی کښیږدي ترڅو له خبرو سره یو ځای شي او نرمښت وښيي."
بیان وايي، چې د یادو طالب زندانیانو خلاصول، د جګړې پای ته رسولو او سولې خبرو ته د رسېدو په برخه کې د افغان حکومت د «ټینګې» ارادې ښکارندويي کوي.
ملي امنیت پخپله اعلامیه کې، خوشي شوو طالب زندانیانو څخه غوښتي چې بیا له دغه ډلې سره یو ځای نشي.
ولسمشر محمد اشرف غني د تېر کوچني اختر په مناسبت وینا کې هم د څه باندې ۸ سوه طالب زندانیانو د خوشي کولو اعلان وکړ، چې ګڼ شمېر یې له بېلابېلو زندانونو څخه خوشي شول.
وسله والو طالبانو که څه هم تر دا مهاله ددغو تازه خوشي شوو طالب زندانیانو د خوشي کولو په اړه څه نه دي ویلي، خو تېر کوچنی اختر یې د افغان حکومت لخوا د خپلو زندانیانو د خوشي کولو هر کلی کړی و.
د سولې خبرو کې د پرمختګ د اقدام په توګه دغه طالب زندانیان پر داسې مهال خوشي کېږي، چې د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو د مذاکراتي ټېمونو ترمنځ اتم پړاو مذاکرات تېره شپه پای ته ورسېدل.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې یاد مذاکرات اوږده او ګټور وه، چې د نوموړي په وینا دواړه لوري به یې د راتلونکو ګامونو په اړه له خپلو مشرانو سره مشورې وکړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceeo8zvjh8voi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته