دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۱
د مطلب کود : 189950
د تېرو څو ورځو په درشل کې طالبانو هېڅ امنیتي او دفاعي ځواک نه دی ازاد کړی
کورنیو چارو وزارت د هېواد له ټولو ولایتونو د څېړنو او معلوماتو تر بشپړولو وروسته موندلي، چې د تېرو څو ورځو په درشل کې طالبانو هېڅ امنیتي او دفاعي ځواک نه دی ازاد کړی.
ترهګرو طالبانو د روان کال د زمري په ۱۹مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کړې، چې په کندز، ارزګان، خوست او سرپل ولایتونو کې یې ۷۶ تنه امنیتي او دفاعي ځواکونه چې د دوی په بندخونو کې وو، د لوی اختر په رارسېدو سره یې ازاد کړي دي.
کورنیو چارو وزارت د هېواد له ټولو ولایتونو د څېړنو او معلوماتو تر بشپړولو وروسته موندلي، چې د تېرو څو ورځو په درشل کې طالبانو هېڅ امنیتي او دفاعي ځواک نه دی ازاد کړی.
د ترهګرو طالبانو د دې اعلامیې خپراوی تبلیغاتي اړخ لري او تر اوسه ترهګرو طالبانو له یادو ولایتونو هېڅ امنیتي او دفاعي ځواک نه دی ازاد کړی.
که چېرې طالبانو په دې اړه کومه پرېکړه کړې وي او یا غواړي چې امنیتي او دفاعي ځواکونه ازاد کړي؛ نو د خپلې ادعا د ثابتولو په موخه دې د دې ځواکونو یو مشخص نوملړ د افغانستان خلکو ته وړاندې کړي.
https://avapress.com/vdchmwnzv23n6wd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته