کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملی امنیت وایي، د پکتیا په زرمت کې یې د ۲ قومندانانو په ګډون ۱۱ طالب وسله وال وژلي

22 اسد 1398 ساعت 10:17

د ملي امنیت عمومي ریاست وایي، د دې ریاست د ځانګړو ځواکونو د یو لړ هدفمنده عملیاتو پر مهال یې د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په ګولال کو کلې کې د ۲ قومندانانو په ګډون ۱۱ طالب وسله وال وژلي دي.



خامه پریس ته د را رسیدلې خبر پاڼې په حواله، په دغو عملیاتو کې د اسد الله او فدا په نومونو د وسله والو طالبانو دوه سر ګروپان وژل شوي او یو اندازه وسلې او تجهیزات هم د ملي امنیت ځواکونو لاسته ورغلي دي.
ملي امنیت له لوري په لیږل شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې د غه عملیات د دښمن پر قرارګاوو تر سره شوي ملکیانو ته هیح تلفات نه دي پکې اوښتې.
بل پلوه د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، رسنیو ته په استولې خبر پاڼه کې ویلي چې عملیات د ملکي خلکو په کورونو ترسره شوي په  وژل شوو وګړو ګې عام خلک او محصلین شامل دي چې د اختر په رخصتیو کې خپلو کورونو ته راغلی وو
 


د مطلب کود: 189954

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/189954/ملی-امنیت-وایي-د-پکتیا-په-زرمت-کې-یې-۲-قومندانانو-ګډون-۱۱-طالب-وسله-وال-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com