دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۲
د مطلب کود : 189959
کشمیر او جمو کې تېره ورځ هندي چارواکو مهمې لارې بندې کړې
په کشمیر کې د اعتراضونو له پراخېدو وروسته هندي چارواکو پرون د اختر په دوهمه ورځ په سیمه کې د تګ راتګ مهمې لارې بندې کړې.

د کشمیر په لوی ښار سرېنګر کې دغه لویې لارې د دې لپاره تړل شوي څو د جمو او کشمیر د سیمې په اړه د حکومت د وروستۍ پرېکړې پر وړاندې د پراخو اعتراضونو مخه ونیسي.
په کشمیر کې چې ډېری وګړي یې مسلمانان دي، کړکېچ وروسته له هغه پراخ شو چې حکومت د دې لانجمنې سیمې پر کورواکۍ یو لړ محدودیتونه ولګول.
د هند د حکومت په نویو اقداماتو کې د هغو خلکو لپاره چې د کشمیر اوسېدونکي نه‌دي، د جایدادونو د پلور او پېر محدودیت او ځیني نور تدابیر شامل دي.
پرون سلګونه کسان په سوره نومې سیمه کې، هلته چې د جمعې په ورځ لویه مظاهره شوې وه له لمانځه وروسته واټونو ته راووتل، خو چارواکو لارې پرې بندې کړې او په نتیجه کې د دوی مظاهره په سیمه کې دننه محدوده پاتې شوه.
روېټرز خبري اژانس په خپل راپور کې د یوې ۱۸ کلنې معترضې اصفې له قوله لیکي چې نوموړې وايي موږ نه د هند او نه د پاکستان تر ولکې لاندې ژوند غواړو، بلکې ازادي غواړو.
راپور زیاتوي چې اعتراض کوونکو د هند پر ضد او ځینو نورو یې د پاکستان په پلوي شعارونه ورکول.

په کشمیر کې له څه باندې یوې اوونۍ راهیسې مخابراتي شبکې غیر فعالې دي او انټرنټ هم نه‌شته، نو ځکه په تېرو څو ورځو کې له سرېنګر پرته د کشمیر له نورو سیمو بې‌پرې خبرونه نه‌ترلاسه کېږي.په بیان کې راغلي دي چې د ترورېستانو، وسله‌والو ډلو او د عامه نظم او سولې د اخلالوونکو احتمالي فعالیت ته په پام سره د سرېنګر په حساسو سیمو کې د لویو غونډو پر جوړولو محدودیت لګول شوی دی.
https://avapress.com/vdcgny9qyak97y4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته