دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۵
د مطلب کود : 189961
طالبانو په وړاندی امریکا نظامی عملیات دریدل رد شوه
یو امریکایی رسنۍ«نیوزویک» د پنتاګون چارواکو څخه په نقل سره لیکلی دی چی افغانستان کې ټول امریکایی ځواکونو ته امر شوی دی ترڅو طالبانو په وړاندی ټول تهاجمی جګړییز عملیاتونه محدود او افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو ته مشوره ورکول هم ودروی.

 

ددی ګزارش په اساس، د ترمپ دولت افغانستان کې د امریکایی ځواکونو حضور او قدرت کمول د طالبانو رهبری سره سولې خبرو اترو فنی جزئیاتو نهایی کولو لپآره وړاندیز کړی دی.
پنتاګون چارواکې همدارنګه ویلی دی چی امریکایی ځواکونو شمیر کمیدل په افغانستان کې که څه هم د مذاکراتو پروسی دوام پوری اړوند دی، خو هغه موضوع دی چی بدلون به وکړی.
د ځینو سرچینو په اساس، د امریکایی ځواکونو یو تن ویاند په افغانستان کې دا خبر رد کړی او ویلی دی، چی هغوی په دی برخه کې کوم امر نه دی ترلاسه کړی، نو بدلون هم په کار نه ده.
دا ګزارش په داسی حال کې خپریږی چی د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکراتو اتم دور د قطر په دوحه کې تیره ورځ پای ته ورسید، او زلمی خلیلزاد امریکایی چارواکو سره رایزنی لپاره واشنګتن ته تللی دی.
 
https://avapress.com/vdcjmhevvuqeohz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته