دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۳۴
د مطلب کود : 189972
د مرکزي اسیا سیالۍ:افغانستان به د ایران په وړاندې ډګر ته ورودانګي
د افغانستان د نولس کلونو فوټبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا د فوټبال سیالیو په چوکاټ کې خپله څلورمه او وروستۍ لوبه کې نن ۴:۳۰ دقیقې د ایران په وړاندې بخت ازمايي.
د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډله په دغو سیالیو کې په خپله درېیمه لوبه کې ۱-۳ تاجکستان ته بایلوده.
د افغانستان او تاجکستان ملي لوبډلې د دوشنبې په ورځ د دوشنبې په مرکزي لوبغالي کې له یو بل سره سیالي وکړه چې بالاخره دا لوبه ۱-۳ د تاجکستان په ګټه پای ته ورسېده.
په دې ترتیب سره تاجکستان د دغه بریا په ترلاسه کولو سره ایران ته د اتلولۍ لومړی چانس پيدا او افغانستان هم د دوه امتیازو په ترلاسه کولو سره د نوملړ درېیم ځای ترلاسه کړ څو په دغو سیالیو کې د اتلولۍ هېڅ چانس ونه‎لري
 
https://avapress.com/vdcbz9b85rhbw9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته