کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د مرکزي اسیا سیالۍ:افغانستان به د ایران په وړاندې ډګر ته ورودانګي

22 اسد 1398 ساعت 15:34

د افغانستان د نولس کلونو فوټبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا د فوټبال سیالیو په چوکاټ کې خپله څلورمه او وروستۍ لوبه کې نن ۴:۳۰ دقیقې د ایران په وړاندې بخت ازمايي.


د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډله په دغو سیالیو کې په خپله درېیمه لوبه کې ۱-۳ تاجکستان ته بایلوده.
د افغانستان او تاجکستان ملي لوبډلې د دوشنبې په ورځ د دوشنبې په مرکزي لوبغالي کې له یو بل سره سیالي وکړه چې بالاخره دا لوبه ۱-۳ د تاجکستان په ګټه پای ته ورسېده.
په دې ترتیب سره تاجکستان د دغه بریا په ترلاسه کولو سره ایران ته د اتلولۍ لومړی چانس پيدا او افغانستان هم د دوه امتیازو په ترلاسه کولو سره د نوملړ درېیم ځای ترلاسه کړ څو په دغو سیالیو کې د اتلولۍ هېڅ چانس ونه‎لري
 


د مطلب کود: 189972

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/189972/د-مرکزي-اسیا-سیالۍ-افغانستان-ایران-په-وړاندې-ډګر-ته-ورودانګي

آوا
  https://www.avapress.com