دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۲۸
د مطلب کود : 189976
ترکمنستان کې د نویو ټکنالوژيکي توکو نندارتون
د خزر حوزې د هېوادونو د نړیوالې غونډې په درشل کې، د ترکمنباشي په بندري ښارګوټي کې د نویو ټکنالوژیکي توکو او موټرو نندارتون جوړ شوی دی.
 

په دغه نندارتون کې د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس وايي چې حکومت باید د خزر حوزې له هېوادونو سره سوداګریزو اړیکو لپاره زمینه برابره کړي.
په دغه نندارتون کې د اذربایجان، روسیې، ایران، ترکمنستان، قزاقستان او قرغیزستان سترې او کوچنۍ ماشیني او د موټر جوړولو صنایع نندارې ته اېښودل شوې دي.
د ترکمنستان د کابینې لومړي وزیر ګلیجوف چاري بای راموویچ په دې اړه وویل:«دا نندارتون په راتلوونکي کې زموږ او د نورو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې د اړیکو د پراختیا زمینه برابروي او موږ تمه لرو چې په دغه نندارتون کې ګډون کوونکي وکړلای شي له هغې لازمه استفاده وکړي.»
د دغه نندارتون ځينې ګډونوال نورو هېوادونو لکه افغانستان ته د خپلو د توکو د صادراتو پر پراختیا ټینګار کوي.
د روسیې د نندارتونونو د مرکز مسووله کیټ وویل:«موږ دم‎ګړۍ په افغانستان کې نندارتون نه لرو، که‎چېرې دا نندارتونونه په افغانستان کې هم جوړ شي، ډېر ښه دی او موږ لېواله یوو.»
د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوول آرش یونسي وايي چې د حزر حوزې له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو پراختیا کولای شي د هېواد سوداګړي ځلانده کړي.
د هغه په وینا، د خزر حوزې هېوادونه د افغانستان د توکو لپاره ښه بازارونه دي او د دغو هېوادونو بازارونو ته د پراختیا زمینه برابره شي.
د ترکمنباشي په بندري ښارګوټي کې د نویو ټکنالوژیکي توکو نندارتون د دوه ورځو لپاره د حزز هېوادونو او د نړۍ د نورو هېوادونو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه په لاره اچول شوی دی
 
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfe1dyvw6dc1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته