دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۳۷
د مطلب کود : 189978
ولسمشر غني: له امریکا او ناټو سره نوي تړون ته اړتیا نشته
افغان ولسمشر محمد اشرف غني ويلي، داسې هېڅ یوه هوکړه ورته د منلو نه ده چې په هغه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر هویت او ملي واک معامله شوې وي. ولسمشر غني ویلي، له امریکا او ناټو سره د افغانستان امنیتي او دفاعي تړونونه پر ځای دي او نوي تړون ته هېڅ اړتیا نشته.

ولسمشر غني د سولې روانو خبرو او په دې برخه کې بېلابېلو رپوټونو او ګنګوسو ته په اشارې سره وویل، غواړي چې د امنیتي ځواکونو د سرقومندان په توګه ځینې خبرې روښانه کړي. نوموړي څلور لاندې ټکو ته اشاره وکړه.
لومړی دا چې د افغانستان ټاکل شوی حکومت او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د نړیوالې ټولنې اساسي شریکان دي. له امریکا او ناټو سره کوم نوي تړون ته اړتیا نشته. د سولې تړون یا اعلامیه کې به د افغانستان حکومت د یوه رسمي او مشروع حکومت په توګه یادېږي چې د افغان ولس استازیتوب به کوي.
دویمه دا چې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره او له ترهګرۍ سره د جګړې په چاره کې افغان امنیتي ځواکونه د نړیوالو ځواکونو شریکان دي.
دریمه دا چې د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ ټول امنیتي او دفاعي تړونونه پر ځای دي او هېڅ بدلون به پکې نه راځي.
څلورمه دا چې د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل او تجهیز لپاره باید د نړیوالو ښکاره ژمنه موجوده وي، او په دې برخه کې باید هېڅ شک نه وي.
ولسمشر غني وویل، له نړیوالو سره د افغانستان اړیکې یوازې د اړتیا له مخې نه دي، بلکې افغان امنیتي ځواکونه د ترهګرۍ پر ضد د جګړې لومړۍ کرښه کې دي او دوی د ټولې نړۍ ساتنه کوي. نوموړي زیاته کړه چې د افغان ځواکونو له برکته واشنګټن او نیویارک ښارونه خوندي دي.
 

ولسمشر غني دا خبرې په داسې وخت کې کړې دي چې همدا نن سه شنبه ځینو رسنیو رپوټونه ورکړي وو چې ګواکې په افغانستان کې مېشتو امریکایي ځواکونو د وسله والو طالبانو پر ضد خپل عملیات بیخي کم کړي یا یې درولي دي.
امریکایۍ نیوز ویک مجلې ویلي دي چې دا ګام په دوحه کې د امریکایي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د خبرو اتم پړام سره سم اخیستل شوی دی.
خو افغان حکومت دا رپوټونه رد کړي او وایي، د وسله والو پر ضد د افغان او نړیوالو ځواکونو عملیات په عادي توګه دوام لري.پخپله د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د روانو خبرو او احتمالي تړون په اړه هم بېلابېلې ګنګوسې شته. نائید شوي رپوټونه وایي چې طالبان په دې خبرو کې پر دې ټینګار کوي چې د افغانستان اساسي قانون، بیرغ او ځینو نورو برخو کې دې بدلونه راشي. خو پخپله طالبانو او یا کومې بلې معتبرې سرچینې دا رپوټونه نه دي تائید کړي.
ولسمشر غني سه شنبې پر ورځ امنیتي او دفاعي ځواکونو ته وینا کې دا هم زیاته کړه چې راتلونکې څو میاشتې په د افغانستان د راتلونکو سلو کالو برخلیک ټاکي.
خو ده ټینګار وکړ چې په دې وضعیت کې به تر فشار لاندې نه وي او داسې سولې ته به غاړه ږدي چې د افغانستان خپلواکي او عزت او ثبات پکې خوندي وي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchqwnz623n6wd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته