ښاغلي غني چې د اختر په درېیمه ورځ سه شنبه «۱۳۹۸ کال د زمري ۲۲» د ملي دفاع وزارت په تالار کې د امنیتي ځواکونو سره د اختر مبارکي کوله وویل چې د امنیتي ځواکونو مبارزه برحقه ده، ځکه د افغانانو لپاره ترسره کېږي.
ښاغلي غني زیاته کړه: "تر هغې چې د سولې تړون د ملت له لوري تصویبېږي، د قوې استعمال زموږ د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو عمده وظیفه ده، ستاسو دنده دا نهده چې راشئ وګورئ چې سیاسي بادونه په کوم لوري خوځېږي، بلکې ستاسو دنده د دهېواد ساتل دي او زه د خپل اعلی سرقوماندان صلاحیتونه تاسو ته انتقالوم چې تاسو تر وروستۍ دقیقې په عزت قوه استعمال کړئ."
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې له طالبانو سره تر سولې وروسته د افغان امنیتي ځواکونو د منحلېدو ګنګوسې خپرې شوې وې او په قطر کې د طالبانو د مرکچي پلاوي یو غړي شیر محمد عباس ستانکزي له لوري ویل شوي و چې د افغان امنیتي ځواکونو له سره جوړېدو ته اړتیا ده، هغه څه چې نوموړي وروسته په رد کړه او د ده له خبرو ناسمه اخیستنهیې وبلله.