کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل او هرات کې په کانګو اخته له ۲۹۶ ناروغانو ۳۲ تنه مړه شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 اسد 1398 ساعت 19:26

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په تېرو شپږو میاشتو کې یوازې په کابل او هرات ولایتونو کې د کرېمیايي کانګو وژونکې ناروغۍ له ثبت شویو ۲۹۶ پېښو څخه ۳۲ کسان مړه شوي دي.



د دغه وزارت د ساري ناروغیو د کنټرول مشر شاه ولي معروفي د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دا پېښې د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ میاشتې راهیسې ثبت شوي او له نورو ولایتونو څخه په دې ناروغۍ‎ د اخته کسانو شمېرې نه‌لري.
ښاغلي معروفي زیاتوي: "د اوسنیو ارقامو په اساس د کانګو ۲۹۶ پېښې ثبت شوي چې له دې ډلې ۳۲ مړینه ده، ممکن د اوونۍ په اوږدو کې دغه شمېرې زیاتې شي."
په ورته وخت کې د کابل د انتاني روغتون سر طبیب ډاکتر مراد مموزی وايي، یوازې د اختر په درېیو ورځو کې ۲۵ ناروغان ورانتقال شوي دي.
ښاغلی مموزی وايي:​ "موږ سره د اختر په درېیو ورځو کې ۲۵ ناروغان ثبت شوي چې ۲۰ یې دا مهال بستر کې دي او نور رخصت شوي دي. ناروغان تر ډېره له کابل څخه دي، یو شمېر له ولایتونو لکه کندز، مزار، غزتي، خوست او کاپیسا څخه هم راغلي دي

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د افغانستان عامې روغتیا وزارت د لوی اختر په ورځو شپو کې د کانګو د تبې د ناروغۍ د ګواښ په اړه خبرداری ورکړی و.
د دغې ناروغۍ وایروس له حشراتو او څارویو انسانانو ته انتقالېږي.
د کانګو ناروغۍ مهمې نښې د سر درد، تبه، د ملا درد، د هډوکو درد، د زړه بدوالی، د سترګو سوروالی او د ستوني درد دی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له ټولو افغانانو غوښتي چې د کانګو ناورغۍ د علایمو د لیدلو په صورت کې هر څومره ژر چې ممکن وي روغتون ته مراجعه وکړي.
 


د مطلب کود: 189987

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/189987/په-کابل-او-هرات-کې-کانګو-اخته-له-۲۹۶-ناروغانو-۳۲-تنه-مړه-شوي

آوا
  https://www.avapress.com