افغان امنیتي چارواکي وایي په فاریاب ولایت کې یې د یوې هدفمندې هوایي حملې پر مهال ۱۰ وال ترهګر وژلي دي.
خامه پریس ته د را رسیدلې خبر پاڼې په حواله، برید د فاریاب ولایت په ګرزوان ولسوالۍ کې ترسره شوی چې په پایله کې یې ۱۰ وسله ال طالبان وژل شوي دي. فاریاب د افغانستان په شمال کې پروت نسبتا نا امنه ولایت دی چې د دولت وسله وال مخالفین پکې حضور لري.