دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۹
د مطلب کود : 189996
یمن بحران؛ ائتلاف باندی د اختلاف سیوري

 
د سعودی رژیم په رهبری متجاوز ائتلاف په یمن کې جنوب جدایی غوښتونکو ته خبردارۍ ورکړی دی ترڅو د عدن بندر څخه که خارج نه شی، د هغوی په وړاندی نور بریدونو ترسره کوی.
د شنبه اسد ۱۹ نیټه، یمنی جدایی غوښتونکې چی د یمن جنوب جدایی او بېلتوب غوښتونکې دی، وتوانیدل چی عدن کې ریاست جمهوری کاخ او نظامی پایګاوی تر کنترول لاندی راوړی او عبد ربه منصور هادی دولت ځواکونه ددی ښار څخه شاته تګ ته اړ کړی.
مخکې د سعودی په رهبری ائتلاف وویل چی په جنوب کې جدایی طلبانو په وړاندی عملیات شروع کړی دی او قرار دی چی نور نظامی اقدامات ترسره شی.
د عبد ربه منصور هادی دولت چی د عربستان ملاتړ څخه برخمن دی او عدن بندر کې مستقر وو؛ خو خپله هغه د عربستان پلازمینه ریاض کې دی.
هادی دولت د جدایی طلبانو دا اقدام کودتا بللی دی.
دا ځواکونه چی د عربی متحده اماراتو ملاتړ لاندی دی د جنوبی یمن ترنامه لاندی مستقل هیواد جوړیدو غوښتونکې دی.
هغه څه چی په عدن کې رامنځته شوی دی د خاور میانه مسایلو ډیر ناظرانو په باور، د متجاوز نظامی ائتلاف ماتې اصلی نشانو څخه دی چی اصلی محورونه یی سعودی عربستان او عربی متحده امارات جوړوله.
جنوبی یمن جدایی طلبانو په لاس د عدن تسخیر، اوس رسمآ ریاض او ابوظبی د یو بل په وړاندی قرار ورکړی دی. هغوی که څه هم تراوسه رسمآ هغوی یمنی ضد ائتلاف ماتې نه دی اعلان کړی؛ خو حقیقت دادی چی عدن سقوط سره د جدایی طلبانو په لاس، امارات، عربستان سعودی، خپل مهم پایګاوی د یمن په جګړه کې له لاسه ورکړه او په دی توګه، نظامی ائتلاف د ریاض رژیم په رهبری عملآ ماته وخوړه.
د ډیرو پوهانو په باور، یمن جګړه، د عربی متحده اماراتو اوه ګونۍ امارتونو باندی مسلط امیرانو ترمنځ اختلاف رامنځته کیدو لامل شوی وو.
په دی یمن کې، د شیخ محمد بن زائد؛ ابوظبی امیر اختلاف چی امارات خاوری ۸۶ سلنې کنترول سره، عملآ د هغه هیواد هیوا امیرالاامرا او پادشاه بلل کیږی د شیخ محمد بن راشد آل مکتوم؛ دبی امیر چی هغه معاون او امارات لومړۍ وزیر دی، یمن جګړه او خاورمیانه کې جاری مسایلو باندی امارات تګلاری بدلون باندی په ژور توګه اغیزه کړی دی.
د ګزارشونو په اساس، شیخ محمد بن زائد چی ډیر نږدی اړیکې د بن سلمان؛ سعودی رژیم ولیعهد سره لری او په یو توګه هغه مرشد او استاد عربستان سیاسی عرصه او سیمه کې بلل کیږی، اخیرو کې د شیخ محمد بن راشد؛ دبی امیر له لوری تر فشار لاندی قرار نیولی دی چی یمن بی نتیجه جګړی ته پای ټکې کښیږدی او ایران په وړاندی عربستان ملګریتوب او خاورمیانه او خلیج فارس کې ناامنی او بحران تشدید څخه لاس واخلی.
دبی، ډیر جمعیت لرونکې امارت او امارات اقتصادی قطب دی او هیواد او سیمه کې ددی هیواد اقتصاد مهم پشتوانه بلل کیږی. دا ښار په عینی حال کې، ایران سره تجارت او اقتصاد پوری ډیر تړلی دی او ایرانی سرمایه ګذارانو او تاجرانو حضور، د دبی او اماراتو اقتصادی ځواک بلل کیږی.
بناپردی، داسی په نظر رسیږی چی د دبی امیر ابوظبی امیر باندی فشار راوړي ترڅو ایران سره مشکلاتو سطحه کمه کړی او یمن لګښت لرونکې جګړه کې د عربستان سره بیله کوم دلیل ملاتړ څخه لاس واخلی؛ ځکه دواړه د امارات راتلونکې اقتصاد لپاره به ډیر مرګونۍ وی.
دا هڅه نتیجه ورکړی او امارات د یمن په جګړه کې، عملآ د عربستان په وړاندی قرار نیولی دی او جنوبی یمن جدایی طلبانو په علم کولو سره، سعودیانو یمنی ضد ائتلاف مات کړ. اخیرو کې ایران او امارات ساحلی ګارد او مرزبانی قومانده یو مهم همکاری تفاهمنامه امضا کړی دی او ترڅنګ یی، د دواړو هیوادونو همکاری پراختیا څخه حکایت شته.
په دی توګه، یمن جګړه کې سعودی رهبری باندی ائتلاف باندی ژور اختلاف، یمن جګړه باندی سیوری کړي او هیله شته چی دا پیښی به د بن سلمان اقتدارګرایی یو په بل پسی ماتې لامل په خاورمیانه کې شی.
 
https://avapress.com/vdchwwnz-23n6wd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته