کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ارزګان کې د کومانډو ځواکونو د عملیاتو پرمهال ۱۰ وسله وال ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 اسد 1398 ساعت 10:55

نظامي چارواکي وایي، د افغان ځانګړو ځواکونو د خاصو عملیاتو پرمهال د ارزګان ولایت د مرکز ترین کوټ په ملازي کلي کې ۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ تنه نور ژوبل شوي دي.



د یوه بل خبر له مخې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د یو لړ چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۷ وسله وال ترهګر هم په ارزګان کې نیول شوي دي.
د یادونې وړ دی چې د یادو عملیاتو پرمهال په ترهګرو پورې اړوند یو شمېر زیاتې وسلې او مهمات هم د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري کشف او له منځه وړل شوې دي
 


د مطلب کود: 190001

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/190001/ارزګان-کې-د-کومانډو-ځواکونو-عملیاتو-پرمهال-۱۰-وسله-وال-ترهګرو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتې

آوا
  https://www.avapress.com