دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۵
د مطلب کود : 190001
ارزګان کې د کومانډو ځواکونو د عملیاتو پرمهال ۱۰ وسله وال ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې
نظامي چارواکي وایي، د افغان ځانګړو ځواکونو د خاصو عملیاتو پرمهال د ارزګان ولایت د مرکز ترین کوټ په ملازي کلي کې ۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ تنه نور ژوبل شوي دي.

د یوه بل خبر له مخې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د یو لړ چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۷ وسله وال ترهګر هم په ارزګان کې نیول شوي دي.
د یادونې وړ دی چې د یادو عملیاتو پرمهال په ترهګرو پورې اړوند یو شمېر زیاتې وسلې او مهمات هم د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري کشف او له منځه وړل شوې دي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgzz9qqak9yz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته