دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۷
د مطلب کود : 190008
تګاب کې د یو توغندي لګېدو ۴ ملکي وګړي وژلي
د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د یو توغندي د لګېدو په پېښه کې ۴ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د پروان د امنیه قوماندانۍ ویاند شایق شورش د ملکي وګړو مړینه تأییدوي او وايي په دې اړه څېړنې پیل شوي چې دا توغندی د کوم لوري له‌خوا توغول شوی دی.
عیني شاهدانو په پروان ولایت کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل، د تګاب ولسوالۍ په جاروخېل سیمه کې د ملکي وګړو د استوګنې پر یوه کور د توغندي د را پرېوتو په پېښه کې ۴ کسان وژل شوي چې یوه ښځه او ۳ ماشومان دي.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې دا توغندی په سیمه کې دېره امنیتي ځواکونو توغولی او دوی د قربانیانو جسدونه د اعتراض په توګه د سړک پر سر ایښي او مظاهرې ته راوتلي دي.
دوی همداراز تور لګوي چې امنیتي ځواکونو پر مظاهره‌چیانو ډزې کړي او اته تنه‌یې ټپیان کړي دي.
امنیتي ځواکونو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه څه نه‌دي ویلي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdzz0fjyt0nz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته