دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۷
د مطلب کود : 190015
بامیان کې د پولیسو له خوا پر یوې ښځې د جنسي تیري ادعا شوې
د بامیان ولایتي چارواکي وايي، د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ دوه جګ پوړې صاحب منصبان پر یوې ځوانې ښځې باندې پر جنسي تیري تورن شوي دي.

خو چارواکي وايي، د یوې ښځې له خوا پر دغو صاحب منصبانو باندې د جنسي تیري د ادعا وروسته د پولیسو دا دواړه صاحب منصبان له دغه ولایت څخه تښتیدلي دي.
د بامیان امنیه قومندان جنرال محمد صادق مرادي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د دغې قومندانۍ دوه جګ پوړې صاحب منصبان د لوی اختر په دوییمه ورځ پر یوې ۲۵ کلنې ښځې باندې پر جنسي تیري د تورن کیدو وروسته له سیمې تښتیدلي دي.
ښاغلي مرادي وویل " قضیه تر پلټنو لاندې ده. تور پرې لګیدلی او دغې ښځې ادعا کړې، چې د جلب او جذب قومندان او د قومندانۍ د ټولې د قرارګاه قومندان د بامیان د امنیه قومندانۍ په میلمستون کې پر هغې تیری کړی دی".
د بامیان امنیه قومندان وویل، چې د بیلابیلو ادارو یو ګډ پلاوی د دې پیښې د ارزونې لپاره جوړ شوي دی.
ښاغلي مرادي وویل، د دغو صاحب منصبانو لټون روان دی.
د دغه ولایت د ښځو چارو ریاست وايي، چې د دې پیښې قرباني میرمن د دغه ریاست د امن په کور کې اوسیږي
د ښځو چارو په ریاست کې د حقوقو مدیرې میرمن عزیزه احمدي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دغه ښځه د تورنو صاحب منصبانو له خوا هغې سره د مرستې د ورکولو په بهانه د قومندانۍ میلمستون ته بلل شوې وه، چې بیا وروسته پرې دغو دوو صاحب منصبانو تیری کړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو کلونو کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي پیښې زیاتې شوي دي.
د افغانستان د بشري حقونو ملاتړې ادارې وايي، اکثره ښځې د خپل عزت د ساتلو لپاره پر هغوی د جنسي تیریو خبر بشري حقونو ادارو سره نه شریکوي.
په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د ملاتړ د یوې ادارې له خوا شوې سروې ښيی، چې د دغه هیواد په عامه ځایونو کې تر ۹۰ فیصدو پورې ښځې د زور زیاتې اود سړو د ناسم چلند سره مخ کیږي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb8gb8srhb9gp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته