دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۰۲
د مطلب کود : 190018
د امریکا سره طالبانو مذاکرات پوره شوي د افغانستان دولت سره خبری اتری د ټاکنو وروسته ترسره کیږی
د ریاست جمهوری دوهم معاونیت دفتر په اطلاعیه کې په دی بیان سره چی د امریکا او طالبانو ترمنځ خبری اتری پوره شوی، ویل شوی دی چی قرار دی د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ خبری اتری د میزان شپږمی نیټی وروسته د ولسمشریز ټاکنو وروسته صورت ونیسی.


سرور دانش، ویلی دی چی تراوسه د سیاسی نظام، اساسی قانن او افغانستان دولت پوری اړوند څیزونو څرنګوالی باندی د طالبانو سره بحث نه دی شوی.
په دی اعلامیه کې راغلی دی: د امریکا او طالبانو خاص نماینده ترمنځ یواځي دواړو لورو پوری اړوند بحثونه ترسره شوی او هیواد سیاسی نظام څرنګوالی، اساسی قانون او افغانستان دولت پوری اړوند بحثونه تراوسه د طالبانو سره نه دی بحث پری شوی او افغانستان دولت په دی برخه کې مذاکره لوری دی.
ولسمشر دوهم معاون، همدارنګه ویلی دی چی طالبانو سره سولې تړون باید افغانستان کې دایمی ثبات لامل شی: خلګ هغه سولې ته په صبر دی چی افغانستان خلګو عزت، امنیت او پایدار ثبات، لاسته راغلی آزادیو ساتنې لامل شی.
دا خبری اتری په داسی حال کې ترسره کیږی چی د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو اترو اتم دور تیره اونۍ ترسره شو او زلمی خلیلزاد، د امریکا خاص نماینده د افغانستان سولې لپاره ددی خبرو اترو جزئیاتو شریکولو لپاره امریکایی چارواکو سره خبری لپاره واشنګتن ته لاړل.
 
https://avapress.com/vdcez78zvjh8o7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته