کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یونما په پکتیا کې د ولسي مرګ ژوبلې ادعاوې څیړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 اسد 1398 ساعت 17:36

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره «یوناما»په جګړه کې له ښکېلو خواو غواړي چې د ولسي وګړو وژل ودروي.



دا په داسې حال کې دي چې پرون سه شنبه په پکتیا کې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۱ ولسي وګړو ژوند له لاسه ورکړ.
د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې شمېره داسې مهال مخ پر زیاتېدو ده چې، د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې لپاره هڅې جریان لري ترڅو د افغانستان ۱۸ کلنه جګړه پای ته ورسوي.
یونما د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د ۱۱ ولسي وګړو مړینې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې، د بشري حقونو ټیم یې د یادې پیښې په اړه پلټنې کوي.
په ورته وخت کې د افغانستان ملي امنیت عمومي ریاست وایي چې، په پکتیا کې یې ۱۱ طالب وسله وال وژلي دي.
د ملي امنیت ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې، په پکتیا کې یې د وسله والو طالبانو یو پټنځای له منځه وړی چې له امله یېد وسله والو طالبانو د یوه قومندان په شمول ۱۱ طالب وسله وال پکې وژل شوي دي.
په سیمه کې سرچینې وایي چې د امنیتي ځواکونو د پوهنتون پرزده کړیال عملیات ترسره کړی دي.
د پکتیا ولایت د ولایتي شورا غړی الله میرخان بهرام زوی رویترز ته ویلي چې دغه عملیات د پوهنتون پر یوه زده کړیال چې، خپل ټولګیوال یې مېلمانه کړي وو، ترسره شوي دي.
د نوموړي په خبره امنیتي ځواکونو د شپې ناوخته د پوهنتون د یوه زده کړیال کور محاصره کړی او وروسته یې میلمانه له کوره رایستلي او په ډزو وژلي دي.
د ملي امنیت ریاست په خبرپاڼه کې راغلي، چې ځواکونو یې د خاصو معلوماتو له مخې عملیات ترسره کړي چې په خبره یې غیر نظامي کسانو ته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې او زیاتوي چې له وژل شویو کسانو یې سلاح او مهمات هم ترلاسه کړي دي.
ملګرو ملتونو ویلي چې د روان کال په د روان کال لومړۍ نیمايي کې په افغانستان کې ۴۰۰۰ غیر نظامي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او دا شمېره یې لوړه بللې ده
 


د مطلب کود: 190026

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/190026/یونما-په-پکتیا-کې-د-ولسي-مرګ-ژوبلې-ادعاوې-څیړي

آوا
  https://www.avapress.com