کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ارزګان ولایت کې ۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوی او ۴ تنه نور ټپیان شوی

23 اسد 1398 ساعت 18:58

نظامي چارواکي وایي، د افغان ځانګړو ځواکونو د خاصو عملیاتو پرمهال د ارزګان ولایت د مرکز ترین کوټ په ملازي کلي کې ۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ تنه نور ژوبل شوي دي.


 

د یوه بل خبر له مخې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د یو لړ چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۷ وسله وال ترهګر هم په ارزګان کې نیول شوي دي.

د یادونې وړ دی چې د یادو عملیاتو پرمهال په ترهګرو پورې اړوند یو شمېر زیاتې وسلې او مهمات هم د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري کشف او له منځه وړل شوې دي.


د مطلب کود: 190031

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/190031/ارزګان-ولایت-کې-۶-تنه-وسله-وال-طالبان-وژل-شوی-او-۴-نور-ټپیان

آوا
  https://www.avapress.com