کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د طالبانو دفاع وزیر ووژل شو

24 اسد 1398 ساعت 10:05

صدر ابراهیم؛ د طالبانو دفاع وزیر، د قاطع ملاتړ ځواکونو هوایی برید کې، د کندهار ولایت خاکریز او شاولیکوټ ولسوالیو ترمنځ دشت بوم په سیمه کې ووژل شو.


 

د آوا په ګزارش د آریانا نیوز څخه په نقل سره، د طالبانو دفاع وزیر هغه وخت د قاطع ملاتړ ځواکونو هوایی برید لاندی قرار ونیول چی د بایفور ډوله موټر په واسطه پاکستان هیواد ته روان وو.

په دی بریدونو کې ۱۰ تنه هغه کسان هم ووژل شو.

صدر ابراهیم، د هلمند ولایت ساروان ولسوالی اصلی اوسیدونکې وو چی طالبانو حکومت په وخت کې ددی ډلې نظامی کمیسیون رئیس په حیث کار کاوه.

خو، قاری یوسف احمدری، د طالبانو یو تن ویاند دا موضوع ردوی او وایی چی ددی ډلې نظامی کمیسیون رئیس ژوندی دی.

دا په داسی حال کې دی چی په تازګی سره د امریکا او طالبانو نمایندګانو ترمنځ سولې خبری اتری اتم دور پای ته رسیدلی، دواړه لوری سولې خبرو اترو دا دور راتلونکې باندی راضی په نظر رسیږی او وایی چی امریکا او طالبان د سولې یو نهایی تړون ته نږدی شوی دی.


د مطلب کود: 190038

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/190038/د-طالبانو-دفاع-وزیر-ووژل-شو

آوا
  https://www.avapress.com