دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۷
د مطلب کود : 190039
دفاع وزارت: فاریاب ولایت کې د طالبانو دوو مهمو قومندانانو په ګډون ۱۵ وسله وال وژل شوی
ملي دفاع وزارت وایي ، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ګډو عملیاتو پر لړ کې، چې کلک هوایي ملاتړ ورسره وو، د فاریاب ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې د دوو مهمو قومندانانو په ګډون ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ تنه نور ژوبل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې، عملیات د ګرزیوان ولسوالۍ په علي اباد کلي کې د کومانډو ځواکونو په مشرۍ ترسره شوي چې د وسله والو طالبانو دوه مهم قوماندانانو عصمت الله او محبوب الله هم د وژل شوو کسانو په ډله کې شامل دي.
https://avapress.com/vdchxvnzw23nwvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته